اداري ټيم

.

 

محمد صابر خوستوال

(داداری او مالی مرستیال)

محمد صابر خوستوال د ۲۰۱۴ کال د مې په ۲۷ نیټې د آيسا ادارې د اداری معاون په توګه مقرر شوي.

ښاغلې خوستوال له ۱۵ کلو نه زیاتر تجربه لرې او په بیلابیلو دولتی او غیر دولتی ادارؤ کې دنده ترسره کړي.

نوموړي مخکې له دې نه د تجارت وزیر د سلاکار او دشیرخان بندر د نفتې موادو رئیس په توګه دنده ترسره کړي.

ښاغلې خوستوال خپل زدکړې د ماستری په سویه په ۱۹۹۱ د روسیې په ساینت پترز بورګ پوهنتون کې پای ته رسولي دي.

Presidentpic

محمد عزیز بهرام

د صنعتي پارکونو معاون

ښاغلي محمد عزیز بهرام په ۲۰۰۷زېږديز کال په آيسا کې خپله دنده له څېړنې او پاليسي ډيپارټمنټ څخه ترسره کړه، چې په په ۲۰۱۲زېږديز د نومبر په مياشت کې يې يو وار بیا له دې اداري سره دنده پیل کړه. 

ښاغلی بهرام په پروپوزل ليکنه، د پروژې پلانېونې، پروژې پراختیا او د مرستو په ترتيب و تنظیم کې پراخه تجربه لري.

ښاغلی بهرام وړاندې له دې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزارت سره د د پروژې د ستر مدير او پروپوزل ليکونکي په توګه دنده ترسره کړېده. له دې وروسته يې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې د وزارت سره په بېلابېلو بستونو لکه: د ځمکې د حساب ورکړې او د پلانېونې د معاون، د ځمکې د اجارې معاون او د ځمکې د ذخیرې جوړونې او ثبت د سرپرست ريس په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی بهرام د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی دی، برسېره پر دې د پروژې د مديريت په برخه کې ډيپلوم هم لري او د پانګې‌اچونې د ارتقا د مهارتونو اړوند يې ملي او نړيوال ټريننګونه ترلاسه کړي دي.

حمیدالله شفق

د سندونو او آرشيف مدير

ښاغلی حمیدالله شفق له ۲۰۰۴زېږديز کال راهيسي له آیسا سره دنده ترسره کوي، ښاغلی شفق په مالي مديريت، کاروباري مديریت او اداره، محاسبه او کوچنۍ محاسبه کې پراخه تجربه لري. ښاغلي حميدالله شفق د کابل په نظامي ښوونځی کې د دري او انګليسي ژبو د استادۍ ترڅنګ د بېلابېلو ملي او نړيوالو ادارو سره دنده ترسره کړې ده. ښاغلی شفق د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ دی او د کاردان پوهنتون څخه په ادارې او کاروبار کې ډيپلوم لري.

ملېحه شاه

د منابع بشري رييسه

آغلې ملېحه شاه د ۲۰۱۰زېږديز کال راهيسي له آیسا سره په دنده بوخته ده، آغلې ملېحه شاه د خپل بېساري شخصيت په لرلو سره له ګمارنې وروسته د ادارې په تصميم جوړونه او نېونه کې رغنده رول لوبولی.

آغلې ملېحې شاه د خپل لنډ کاري ژوند په اوږدو کې په منابع بشري، عملياتي څانګو، کوچنۍ بانکداري او په لوړه کچه د مراجعینو په خدماتو کې اته کلنه تجربه لري.

اغلې ملېحې شاه خپله دنده د افغانستان له ملې بانک څخه پیل کړه، چې د خپلې وړتیا او استعداد له مخې د افغان ملي بانک معاوینه وټاکل شوه.

وروسته له دې يې له آيسا سره خپله دنده پیل کړه، چې له ګمارنې سره سم يې د انساني سرچينو (منابع بشري) په پاليسيو کې بشپړ بدلون راوست او ياد ریاست ته يې د يوې رييسې په توګه نوې لارښوونې وکړي.

آغلې ملېحې شاه په نړيوالو اړيکو او عامه ادارې کې لسانس او په منابع بشري و اداره کې ماسټري له هندوستان هېواد څخه ترسره کړې دي.

محمد صمیم نعيمي

مشر مالي کارمند CFO

ښاغلی صميم نعيمي له ۲۰۱۰ زېږديز کال راهيسي له آیسا سره په دنده بوخت دی، ښاغلی نعیمي په مالي مديريت او محاسبه کې له پنځه کالو ډېره تجربه لري. د افغانستان مرکزي په مرکزي بانک يې له یو کاله ډېره دنده ترسره کړې، چې ډېری خصوصي بانکونه يې و ارزول.

ښاغلي نعيمي په کابل پوهنتون کې له دوه کاله اقتصاد پوهنځي لوستو وروسته د هندوستان هېواد د کلېکټ پوهنتون ته بريالی شو، له هغه ځایه يې په اداره او تجارت کې لسانس وکړ او اوس‌مهال د افغانستان له امريکايي پوهنتونه خپله ماسټري ترسره کوي.

سید مسیح‌الله فخري په ۱۳۶۸ل کال په کابل کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.

د بکلوريا سند يې په کابل کې د سید اسماعیل بلخي لېسې څخه او د لوړو زده کړو/لسانس يې د کابل پوهنتون څخه د ملي اقتصاد په برخه کې ترلاسه کړی.

ښاغلي فخري خپله ماسټري هم د کابل پوهنتون څخه د ملي اقتصاد او سیاسي مديريت په برخه کې ترسره کړې. ښاغلی فخري کابو لس کاله کېږي، چې له خپلې پوهې څخه په بشپړ بريالیتوب سره ګټه پورته کوي، ښاغلي فخري په دې دوران کې د اقتصادي مسايلو شننونکي، په «يک» ټلوېزيون کې د اقتصادي مسايلو شننونکی او پروګرام مدير په توګه، د افغانستان د پانګې‌اچونې د ملاتړ ادارې د صنعتي پارکونو د پلان‌نېوني مدير او اوس‌مهال په یاده اداره «آیسا» کې د پانګې‌اچونې د هڅونې د رييس په توګه خپله دنده پر مخ بیايي.

ښاغلی فخري د پیاوړي کمپيوټري پوهې تر څنګ په فارسي، پښتو او انګليسي ژبو هم بشپړ برلاسي‌توب لري.

سربېره پر دې، ښاغلی فخري په خصوصي پوهنتونو کې د تدريس چارې هم پر مخ وړي، تر څو راتلونکي نسل ته خپله پوهه په سالم ډول انتقال کړي.

محمد مصطفی جمال

د څېړنې او پرمختیا رييس

ښاغلی محمد مصطفی جمال يو عملي، څېړنيز او د اقتصادي پرمختیا په اصولو پوه مسلکي شخص دی. هغه په نړيوال اقتصاد او پرمختیا کې خپله ماسټري له لندن کېنګسټن پوهنتون څخه کړې ده او خپل لسانس يې له دنیا پوهنتون څخه به نړيوال کاروبار کې تر لاسه کړی دی

ښاغلی جمال له ملي او نړۍ‌والو ادارو څخه په خصوصي سکټور پراختیا، د پانګونې ارتقا او مدیریت برخه کې له نهو کاله لوړه تجربه لری. هغه د افغانستان کاروباري چاپېريال په جوړونه او د پانګونې په چاپېریال کې جامع ليد لري.

ښاغلي محمد مصطفی جمال د ۲۰۱۱زېږديز کال په جنوري کې له آیسا سره خپله دنده پیل کړه، خو د خپلې ماسټرۍ د ترسراوي په موخه يې د ۲۰۱۴ز کال په سپټمبر کې دنده پرېښوده، چې د ماسټرۍ له بشپړونې وروسته په ۲۰۱۶ فبروري کې بېرته به آيسا کې د څېړنۍ او پراختیا د رييس په توګه وګمارل شو.  د ماسټرۍ پر مهال، ښاغلی جمال په ۲۰۱۴زېږديز کال په لندن هېواد کې د هغه هېود د بورسونو په لړ کې په اېوارډ هم نازول شوی. ښاغلي جمال د ۲۰۱۴زېږدیز کال په لومړيو کې د مشرۍ د ليدونکو نړيوال پروګرام IVLP، د امريکا د مسلکي دولتي ډيپارټمنټ د نظرونو د تبادلې پروګرام او د امريکې د کوچنيو او منځنيو کاروبارونو د ايکوسيسټم او NAFTA کې ګډون هم کړی دی.

محمد نعیم نظامی

(د کورنی پلټنی رئیس)

ښاغلی محمد نعیم  (نظامی) د 2012 میلادی کال را پدیخوا له آیسا اداری سره دنده تر سره کوی. ښاغلی نظامی په  2005 میلادی کال کی د ننګرهار له پوهنتون څخه د (MD)  په کچه اسناد تر لاسه کړیدی، او د فراغت څخه وروسته دپلوم ئی د مالی او پروژه وی چارو په مدیریت کی بشپړ  کړیدی.  بر سیره  پردی ئی ډیری ټریننګونه  په مالی،  مدیریتی او  د پلټنی په چاروکی په کوردننه او بهرتر سره کړیدی.               

 په خپله دیارلس کلنی تجربه  کی ئی د کار پیل په 2000 میلادی  کال کی د معلوماتی  تکنالوژی  او منجمنت له  مدیریت څخه وکړ،  او له هغه وروسته ئی پر آریبا / ام- ټی- ان  مخابراتی  شرکت کی د ساحوی  مسؤل په توګه،  د ننګرهار په مالی کوپراتیف انستیتیوت کی د مسؤل په توګه، د (UNFPA)  په اداره کی د (ASRH) د پروژی  د مسؤل  په توګه او د اوسني دندی تر مخه ئی په آسیا فاونډیشن کی د ساحوی رئیس په توګه  د کړنوپربنسټ د والیانو بودجه چی د هیواد یو له سترو پروژو څخه  ګڼل  کیده د دریو کلونو لپاره دنده  تر سره کړیده.

zabiullah-nadire

ذبیح‌الله نادري

د صنعتي پارکونو د پلانېونې او پراختیا ريس

ښاغلی ذبیح الله نادري له ۲۰۰۹زېږديز کال راهيسې له آیسا سره په دنده بوخت دی. ښاغلی نادري په اقتصادي پرمختیا، د پروژو مديریت، د ټولنیزې ارامۍ و کليوالي پراختيا پروژو، صنعتي پارکونو پراختیا، ساختمان انجينيري، ساختمان ډيزاین او د پروګرامونو په پلانېونه کې پراخه تجربه لري. د ساينسي علومو استاد هم پاتې شوی دی.

ښاغلی ذبیح‌الله نادري په ۲۰۰۴زېږديز کې له کابل پوهنتون د ساختماني انجینيرۍ له څانګي څخه فارغ شوی.

هدایت‌الله رحمتي

د زون رييس- قندهار

ښاغلي هدایت الله رحمتي په ۲۰۱۰زېږديز کال له آیسا سره خپله دنده پیل کړه.

ښاغلی رحمتي په قندهار ولایت کې د افغان ترک نړيوال ښوونځي فارغ دی، چې له فراغت وروسته د یو بورس له لارې هندوستان هېواد ته ولاړ، د هندوستان هېواد له جامعه ملي پوهنتون څخه يې په اقتصاد کې لسانس ترسره کړ.

ښاغلي رحمتي په هندوستان هېواد کې له لسانس ترڅنګ د مديريت لنډ مهاله کورسونه او په مالي محاسبه کې يو کلنه زده کړه هم کړې. برسېره پر دې يې په د قندهار ولایت په دوه اداري انسټيټيونو کې د ادارې او سوداګرۍ تدريس هم کړی دی.  

ښاغلی رحمتي وړاندې له دې، چې په آيسا کې خپله دنده پیل کړي، په يو خصوصي بانک کي يې دنده ترسره کوله، چې په لومړيو کې د زون د معاون په توګه او وروسته په دنده کې له برياليتوب او ارتقا وروسته د زون مشر شو.

محمد عيسی اهنګر

سيمه‌ايز مدیر- خوست

ښاغلی عیسی اهنګر له ۲۰۰۷ زېږديز کال راهيسې له آيسا سره دنده ترسره کوي.

ښاغلی عیسی اهنګر وړاندې له دې له ملي او نړيوالو ادارو سره دنده ترسره کړېده، لکه:

له آی آر سي سره اداري، له UNOPS سره اداري مرستیال، له DHSA سره د څارنې او ارزيابۍ مدير او په خوست ولایت کې د پاسپورټ په مديريت کې دنده.

ښاغلي محمد عیسی اهنګر خپل لسانس له اسلاميک پوهنتون له ساينس پوهنځي څخه په ۱۳۷۳لمريز کې ترلاسه کړی دی او همدارنګه د انګليسي په ژبه کې ډيپلوم هم لري.

شفيق احمد احمدي

د لوېديځ زون رييس – هرات

ښاغلی شفیق احمد احمدي له ۲۰۰۶ زېږديز کال راهيسې له آيسا سره دنده ترسره کوي.

ښاغلی احمدي په ۲۰۰۵زېږديز کال د هرات پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی دی.

ښاغلي احمدي په ۲۰۰۵زېږديز کال په هندوستان هېواد کې د سوداګريزي مفاهيمې لنډمهاله کورسونه هم لوستي او همدارنګه په ۲۰۱۵ز کال په واشنکټن کي يې د IVLP پروګرام کې هم برخه اخيستي ده.

 ښاغلی شفیق احمدي په لومړيو کې د زون د معاون (هرات ولایت کې)  په توګه او وروسته په دنده کې له برياليتوب او ارتقا وروسته د لويديځ زون مشر شو.

محمد عارف حیرت

د شمال ختیځ زون رييس

ښاغلی محمد عارف حیرت د خصوصی سکتور په وده، وړو او منځنيو تشبثاتو، پالېسۍ جوړونه، اقتصادی پالېسيوتحلیل، څېړنه، رهبري، د پروژو مدیریت، د منابع بشری مدیریت، مالي مدیریت او عامه اړيکو په برخه کې څلورکلنه تجربه لري. ښاغلی حیرت برسېره پر دې د دوه کلونو لپاره د حرکت له ادارې سره د پروژو ارشد مدیر په توګه دنده ترسره کړېده او په دې موده کې يې پنځه ملی پروژي لکه: د جوازونو د اصلاحاتو پروژه، د افغانستان ملي سوداګړۍ پالیسي، د خصوصی سکتور د عامه مشارکت ټینګښت، د مستهلکینو د ملاتړ پروژه، د افغانستان ملي او ساختمانی کود پروژه، رهبری او مدیریت په بریالي ډول سرته رسولي دي.

ښاغلی عارف حیرت د GIZ په دفتر کې د اقتصادی سلاکار په توګه خپله دنده اجرا کړي ده، چې د خپلې دندی په موده کې يې څیړنه پیل کړه، چې د دغه څیړنی پر بنسټ يې یو کتاب د «سوداګرۍ لارښود» په نوم ولیکه او شمال ختيځ زون سوداګرو ته يې وړاندی کړ، د تخنیکی تجربو تر څنګ ښاغلی عارف حیرت اکاډمیک فعالیت هم درلوده، چې د کندز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي او نورو خصوصی پوهنتونو کې د استاد او ویاند په توګه خدمت کړی دی.
ښاغلی عارف حیرت خپل لسانس د اقتصاد په برخه کې د فرګوسن کالج څخه کړی او لومړۍ ماسټري يې د مدیریت او سوداګری(MBA) اوتخصص د بشری منابع په برخه کې؛ دويمه ماسټري يې د سیاسی علومو(MA) په برخه کې ترسره کړېده.  

نوموړي د امنیت ملي او نړیوالو اړيکو عالي ډیپلومه د هندوستان څخه ترلاسه کړېده. ښاغلي عارف حیرت په ۲۰۱۰زېږديز کې د غوره زده‌کوونکي  په توګه  د هندوستان له سیمبایسیس پوهنتون څخه جایزه ترلاسه کړې  او د همدی کال په اوږدو کې يې په هندوستان کی د افغانستان د سفارت له خوا د ممتاز زده‌کوونکي په توګه ستاينلیک تر لاسه کړ.

 نوموړي د۲۰۱۰ تر۲۰۱۱ پوری د آیسا اداری د شمال ختیځ زون د امر په توګه دنده ترسره کړې، نوموړي د لوړو زده کړو د ترسراوي په موخه په۲۰۱۱ کې له خپلې دندې استعفا ورکړه او په کال ۲۰۱۶ د جنوری په میاشت کې د شمال ختیځ زون د رییس په توګه وګمارل شو.