شریکان

شريکان

USAID – افغانستان

د نړيوالې پرمختیا د پاره د امریکا د متحده ايالتو اداره – USAID  د افغانستان له حکومت سره د دې هېواد د روښانه، محفوظ او د ګاونډیو سره د سوله لرونکي هېواد لپاره په ګډه کار کوي.

زېربناوې

USAID د افغانستان د ساختمان او بيارغاونې په برخه کې چې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره اړین دي فنډ ورکوي. په دې برخه کې سړکونه د ډېر پام وړ دي، چې په لومړيو کې د کابل-قندهار-هرات لویه لاره او نور ولایتي، د ولسوالۍ او کليوال سړکونه، چې کابو ۱۰۰۰کيلومټره کېږی، په بر کې نيسي. USAID برسېره پر دې، د برق، انتقالي لاینونو، ډېمونو، اوبه خورو او سېلابونو کنټرول، صنعتي پارکونو، پُلونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او کلېنکونو په برخه کې پانګه‌اچونه کوي.

 

اقتصادي وده

USAID د افغانستان له حکومت سره د يوې رڼې، سالمې او دوامدارې اقتصادي پاليسۍ د جوړوني او پلي کېدنې په برخه کې همکاري کړې ده، چې په دې کې د پولي پاليسي، د عوایدو او مصارفو مديريت، د بانکونو څارنه، د سوداګرۍ، محاسبې او تجارت سکټورونو قانوني چوکاټ ته پرمختیا ورکول شامل دي؛ USAID برسېره پر دې د خصوصي سکټور سره مستقیاً کار کوي، تر څو په کورني او نړيوال مارکېټ کې رقابت لا پسې پياوړی کړي.

 

ولسواکي او حکومتولي

USAID د افغانستان له حکومت سره د يو منل شوي ملي حکومت چې يووالی پکې شتون ولري او د توندلارو د مخنیوي په برخه کې ملاتړی دی، USAID برسېره پر دي د افغانستان له حکومت سره د سالمو او مشروع ټاکنو لپاره لوجسټيکي او تخنيکي مرسته کوی؛ USAID د قانون بنسټيز کول، د حکومت د پياوړي کولو په موخه د ملي شورا تاسيسول او همدارنګه د سيمه ايزې حکومتولۍ د پیاوړې کولو او خپلواکي مېډيا درلودلو په برخه کې هم  همکاري ترسره کوي. 

 

د حکومت او نورو مشترکو کړنو ملاتړ

USAID د افغانستان حکومت له مستقیم ملاتړ ترڅنګ یو شمېر نورې مشترکې کړنې هم ترسره کوي، د بېلګې په ډول د جنډر پروګرامونه، ټرينېنګې، ولايتي بیارغاونې ټيمونه او د مالوماتي ټکنالوژۍ پرمختیا.

 

 

 

د مالداري بديل پروګرامونه

د مالدارۍ د بديل پروګرام – ALP افغانانو د تارياکو د کرنې په سيمه کې فرصتونه برابروي، تر څو په مشروع اقتصاد کې ونډه واخلي. دا پروګرام کارګرو ته دا زمینه چمتو کوي، چې د نشه‌يې توکو سره د ضد پاليسۍ له مخې يو اندازه نغدي مرستي تر لاسه کړي، تر څو وکولی شي، چې د ځان د پاره عاید ترلاسه کړي.

 

روغتیا:

USAID د افغانستان په بېوزلې او وروسته‌پاتې سيمو کې د بنسټيزو روغتيايي خدمتونو ملاتړ کوي، له ۶۶۰ډېر روغتيايي کلېنکونه جوړ/بیارغاول شوي او د مراجعینو د خدمت شمېر لوړ شوی دی؛ برسېره پر دې د روغتیا له وزارت سره په همغږۍ يې ډاکټرانو، نرسانو او د روغتیا د نورو کارکوونکو لپاره ټرېنېنګې هم چمتو کړي دي او د معافیت د ملي پروګرام، توبرکلوز، ملاریا او د انفلورنزا د پروګرامونو ملاتړي هم دی. 

 

ښوونه/تعلیم

د طالبانو د رژیم له پرځېدنې سره سم، USAID د ښوونځیو، کتابونو، ښوونکو، او د لوستیا د کورسونو په بېړنۍ چمتو کېدنه کې مرسته وکړه. وروسته USAID خپلې مرستې لا پسې پراخې کړې او د ښوونکو په روزنه، د لومړنیو ښوونځيو د ښوونکو روزنه، د لوړو زده کړو پروګرامونه او نور د لوستیا د زده کړې/سواد اموزۍ پروګرامونه يې په لاره واچول. د پوهنې له وزارت او نورو ټولنو سره په همغږۍ يې تر اوسه ۶۵۰ ښوونځي جوړ/بیارغاولې دي، چې د لوړ عمر لرونکي وګړي هم پکې د زده کړې د ترلاسه کولو په موخه زده کړې کوي.